CRI Online

د مکاو په ځانګړې اداري سيمه کې د ۵مې دورې اجرائيوي مشر د ټاکلو لپاره نوم ليکنه پيل شوله.

cri     (GMT+08:00) 2019-07-09 10:35:26

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د چين د مکاو په ځانګړې اداري سيمه کې د ۵مې دورې اجرائيوي مشر د ټاکلو لپاره د نوماندانو د نوم ليکنې کارونه د جولای په ۸مه نېټه پيل شول او تر ۲۳مې نېټې پورې به دوام ولري. ښاغلی هه يي چنګ چې وړاندې يې د تقنيني کمېټې له غړيتوب څخه لاس اخيستی او د يادې کمېټې د رئيس له دندې يې استعفا کړې، د همدې ورځې تر غرمې وروسته د اجرائيوي مشر د ټاکلو لپاره د نوماندۍ يو فرم لاسته راوړ.

د مکاو د بنسټيز قانون په رڼا کې د دغې ځانګړې اداري سيمې اجرائيوي مشر د يو پراخ استازيتوب لرونکې کمېټې لخوا ټاکل کېږي او د چين مرکزي حکومت په دې اړه رسمي حکم ورکوي. د مکاو د ځانګړې اداري سيمې د اجرائيوي مشر د ټاکلو کمېټې د غړيو ټاکنه د جون په ۱۶مه نېټه تر سره شوې ده. د اړوندو مقرراتو له مخې دغه کمېټه دې ۴۰۰ غړي ولري چې تر اوسه پورې ۳۹۹ غړي انتخاب شوي دي.

( سپوږمۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای