CRI Online

المان سوريې ته د ځمکني پوځ د ليږلو په اړه د امريکا وړانديز رد کړ

cri     (GMT+08:00) 2019-07-09 11:20:11

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د المان حکومت د جولای په ۸مه نېټه د امريکا هغه وړانديز رد کړ چې له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره سوريې ته الماني ځمکني پوځ وليږي.

د المان د فيدرالي حکومت وياند په همدې ورځ په يوه خبري ناسته کې وويل، چې المان به د پوځي الوتکو د اکتشافي الوتکو، د تېل ورکوونکو الوتکو د مرستو او پوځي روزنو په شمول د داعش پر ضد د مبارزې لپاره پوځي خدمتونو ته دوام ورکړي. نوموړي پر دې ټينګار وکړ چې د ځمکني پوځ ليږل د دې هېواد په پوځي خدمتونو کې شامل نه دي. د ۲۰۱۵ کال په ډسمبر کې د المان پارلمان له داعش سره د مقابلې په اړه د کابينې لايحه تصويب کړه. د ټاکلي پلان له مخې، المان له داعش سره د مبارزې لپاره يوازې په اکتشافي او لوژيستيکي عملياتو کې ګډون کوي.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای