د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د قطر او المان په هڅه بين الافغاني غونډه پر ځايي وخت د جولای په ۹مه نېټه سهار وختي د قطر په پلازمينه دوحه کې پای ته ورسېده او د غونډې په خپره شوې اعلاميه کې د افغان مسئلې په اړه د هراړخيزو خبرو اترو غوښتنه شوې ده.
ياده غونډه د جولای په ۷مه نېټه پيل شوه چې د افغانستان د حکومت، طالبانو او نورو افغان ډلو څه باندې ۶۰ کسانو په شخصي استازيتوب پکې ګډون کړی و. د غونډې په اعلاميه کې دا محتويات شامل دي: يوازې د هراړخيزو خبرو اترو له لارې دايمي سوله رامنځته کېدای شي، په افغانستان کې دې جګړه و نه شي، نړيواله ټولنه بايد د افغانستان د ارزښت او نظريو درناوی وکړي او د ښوونځيو، روغتونونو، استوګنيزو سيمو او د اوبو بندونو په شمول د عامه تاًسيساتو امنيت دې تاًمين شي.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |