CRI Online

د ګوانګ دونګ،هانکانګ او مکاو په خليج کې د پرتو لويو سيمو د ابادۍ له کبله هانکانګ او مکاو ته نوی پرمختيايي فرصتونه برابر شوي دي

cri     (GMT+08:00) 2019-07-09 15:22:58

د ۲۰۱۹ کال لپاره د اسيا د سوداګرۍ فورم د جولای په اتمه نېټه په هانکانګ کې تر سره شوچې عمده موضوع يې د نوي نړيوال نظام پر وړاندې د ګوانګ دونګ ، هانکانګ او مکاو په خليج کې د پرتو لويو سيمو د پرمختګ په رڼا کې د سوداګريزو فرصتونو برابرول دي. د هانکانګ د خاصې ادارۍ حکومت د ماليي څانګې مشر چن ماو بو په دې فورم کې وويل چې هانکانګ بايد خپل مقام پيدا کړي او پر اوسنيو نړيوالو حالاتو او دولتي پرمختيايي تمايل ښه پوه شي تر څو د ګونګ دونګ، هانکانګ او مکاو په خليج کې د پرتو لويو سيمو پرمختيايي فرصتونه ونيسي.

دغه فورم د هانکانګ د شين چنګ د راډيويي شرکت له خوا جوړ شو او پکې د دې سيمې او د جنوب ختيځې اسيا ډېرو سياسي او سوداګريزو مشرانو،په هانکانګ کې د ځينو هېوادونو قونسلانو په نړيوال اقتصاد کې له رامنځته شويو نويو ننګونو سره د مقابلې، د نويو پرمختيايي فرصتونو د پيدا کولو،د هانکانګ او نورو سيمو ترمنځ د سوداګريزو همکاريو د پياوړتيا او د ګډ پرمختګ د موندلو په باب بحثونه وکړل.د شين چنګ د راډيويي شرکت عمومي مدير سونګ ون شي په دې فورم کې وويل چې د هانکانګ حکومت تل له اوسني فرصت څخه په استفادې سره په ياد خليج کې د پرتو سيمو په پرمختيايي بهير کې فعال ګډون کړی دی. هغه وويل، د ګوانګ دونګ، هانکانګ او مکاو په خليج کې د پرتو لويو سيمو د پرمختيايي پلانونو د مرامنامې تر خپرېدو وروسته د هانکانګ بېلا بېلې ټولنې پر دې ښه پوه شوې چې نوښت، علمونه او تخنيکونه د دې مرامنامې مهم ټکي دي.د هانکانګ حکومت د دغو سيمو له پرمختيايي فرصت څخه په استفادې سره په يو وخت کې د هانکانګ د نوښت، علومو او تخنيکونو پورې د اړوندو چارو او نوموړو سيمو ترمنځ د ګډ پرمختګ لپاره هڅې او د ګډو ګټو پربنسټ له يادو سيمو سره همکارۍ کولی شي.

نوموړي دې ته په اشارې سره وويل چې د چين مرکزي حکومت به په په راتلونکي کې د اصلاحاتو او ورخلاصون ژورتيا ته ادامه ور کړي، نو هانکانګ بايد په دې بهير کې خپل مقام پيدا کړي او پر کورني او بهرني پرمختيايي تمايل دې ښه پوه شي تر څو د ګونګ دونګ، هانکانګ او مکاو په خليج کې د پرتو سيمو له پرمختيايي فرصت څخه ګټې واخلي. هغه وويل، د چين مرکزي حکومت د ځينو پرمختيايي ستراتيژيو د پلي کولو لپاره هڅې کوي د بېلګې په توګه د يو کمربند او يوې لارې وړانديز او د ګونګ دونګ، هانکانګ او مکاو په خليج کې د پرتو لويو سيمو د پرمختګ پلان په شمول د ځينو سيمو پرمختيايي ستراتيژي. مونږ بايد په سمه توګه د نړيوالو اړيکو حالاتو او د هېواد پرمختيايي تمايل ته وګورو تر څو هانکانګ د بهرني چاپيريال د بدلېدو په حال کې خپل مقام پيدا کړي.

چين ماو بو د هانکانګ د پولي چارو په هکله داسې وويل چې هانکانګ د يوه نړيوال پولي مرکز په توګه په ډېرو برخو کې خپل غوره والی لري ،نو د دولتي پولي اړتياوو د پوره کولو په برخه کې خپل مهم خدمتونه کولی شي.پولي چارې د اقتصادي پرمختګ لپاره خدمتونه کوي.د هانکانګ د سرمايې او پانګې بازار يو ثابت او پوخ بازار ګڼل کيږي، نو کولی شي چې د پيسو د راغونډولو او د پولي اړتياوو د پوره کولو لپاره له تصديو سره مرستې وکړي. هغه وويل، هانکانګ تل د پانګې او سرمايې بازار د متقابل ورخلاصون په بهير کې مهم رول لوبوي.د شانګهای او هانکانګ د ونډو بازارونو پيوستون په سالمه توګه روان دی .نو مونږ بايدد پيوستون له همدغو ميکانيزمونو څخه استفاده وکړو او د ګډو ګټو پربنسټ دې د چين د سترې برخې او هانکانګ ترمنځ د ګډ پرمختګ لپاره هلې ځلې وکړو.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای