د چين د ميډيا ګروپ د خبر له مخې، د چين د دولتي شورا غړي او خارجه وزير وانګ يي او د پولنډ خارجه وزير جاکيک چاپوټويچ پر ځايي وخت د جولای په اتمه نېټه د دغه هېواد په پلازمينې ورشو کې له خبريالانو سره مرکې وکړې او د 5G په هکله يې د دوی پوښتنو ته ځوابونه ورکړل.
وانګ يي وويل چې 5G د مخابراتو او ټکنلوژۍ پرمختګ د بشر د برياليتوب نښه او د نړيوالې همکارۍ نتيجه ده. د 5G د پرمختګ فرصتونه بايد د ټولې نړۍ هېوادونو سره شريک شي، او د يوې خوا تر کنټرول لاندې دې نه راځي. چين د خپلو تصديو هڅونه کوي چې د 5G په ساحه کې له نورو هېوادونو سره د نوښتونو لاسته راوړنې شريکې کړي، په ګډه د مخابراتي چارو سويه لوړه کړي او د لا زياتو هېوادونو خلکو ته ګټې ورسوي. موږ دې ته پاملرنه کوو چې د پولنډ ځينې خواوې د مخابراتي بازار د عادلانه او پرانيستي چاپيريال ساتنه کوي او پر هيڅ هېواد او يا تصدۍ بنديز ونه لګوي. زموږ په نظر دغه دريځ عادلانه او معقول دي او د پولنډ له ګټو سره سمون لري. چين هيله لري چې د نوښتونو په ساحه کې له پولنډ سره لا زياتې همکارۍ وکړي.
ژباړونکې:ډېوه
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |