د سينهوا اژانس د خبر له مخې يوه چيني ښځه د ترکيې په استانبول کې وژل شوې ده. په دې ښار کې د چين عمومي قونسلګرۍ د جولای په نهمه نېټه له چيني اتباعو څخه غوښتنه وکړه چې د خپل سر و مال امنيت ته پاملرنه وکړي.
د چين قونسلګرۍ په امنيتي خبرداري کې وويل چې د ترکيې خبري رسنيو خبر ور کړی چې په دې وروستيو ورځو کې يوه چيني ښځه په استانبول کې وژل شوې ده.دوی دغې قضيې ته ډېره پاملرنه کړې او د اړوندو معلوماتو د تر لاسه کولو لپاره يې د پوليسو ادارې ته کارکوونکي ليږلي دي. د دې ترڅنګ دوی هم پر ترکي پوليسو غږ کړی چې د دې قضيې د سپيناوي لپاره هڅې وکړي.(غاټول)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |