CRI Online

د چين او امريکا ترمنځ د لوړې کچې اقتصادي او سوداګريزې سلامشورې په اړه د دواړو خواوو لارښوونکو ټليفوني خبرې اترې وکړې

cri     (GMT+08:00) 2019-07-10 09:39:09

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيورو غړي، د صدراعظم مرستيال او د چين او امريکا ترمنځ د هراړخيز اقتصادي ډيالوګ په اړه د چين لارښوونکي ليو هه د جولای د ۹ مې نېټې په شپه د امريکا له سوداګريز استازي روبيرټ ليتهيزر او د ماليې له وزير سټيون منوچن سره ټليفوني خبرې اترې وکړې او په اوساکا کې د دواړو هېوادونو د مشرانو د ګډې نظريې د پلی کولو په اړه يې د نظريو تبادلې وکړې. د چين د سوداګرۍ وزير جونګ شان هم په دغو خبرو اترو کې ګډون کړی دی.

(مينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای