د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې په ژنيو کې د چين پلاوي د جولای په نهمه نېټه د م م د بشري حقونو شورا د ۴۱مې غونډې په موده کې په دې ښار کې د افريقايي هېوادونو له دايمي پلاوي سره په ګډه د ټولو وګړو د بشري حقونو د ساتلو لپاره د پرمختګ رول په هکله يوه غونډه تر سره کړه او په پرمختګ کې يې د بشري حقونو د پرمخبيولو او ساتلو مفکوره وړاندې کړه.د څه باندې پنځوسو هېوادونو او نړيوالو سازمانونو د چارواکو،د غير حکومتي سازمانونو د استازو او کارپوهانو څه باندې ۱۲۰ تنو په دې غونډه کې ګډون کړی و.
د م م د ژنيو په دفتر کې او د سويس په نورو نړيوالو سازمانونو کې د چين دايمي استازي سفير چن شيو په خپله وينا کې وويل چې پرمختګ د انساني ټولنې دايمي موضوع ده او د ټولو مسئلو د حل وفصل بنسټ او کلي هم ده . چين تل ځاني پرمختګ له نړيوال پرمختګ سره يو ځای کړی او د ځاني پرمختګ د موندلو ترڅنګ يې د ګډ پرمختګ د موندلو لپاره هڅې کړې او کوي يې.
برخه والو د دغې غونډې لوړه ارزونه وکړه او پردې يې ټينګار وکړ چې پرمختګ د بې وزلۍ د له منځه وړلو او د خلکو د ژوند سويې د لوړوالي لپاره ګټور دی.(غاټول)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |