د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د کلالۍ، فلزاتو، منسوجاتو توليداتو، بودايي مجسمو او شيشه يي توکو په شمول ۱۹۱ هنري ميراثونه چې د شينجيانګ په بېلا بېلو سيمو کې له خاورو څخه رايستل شوي، د جولای په ۹مه نېټه په بېجينګ کې د چين په دولتي موزيم کې نندارې ته وړاندې شول. د شينجيانګ د هنري ميراثونو دغه نندارتون د چين د دولتي موزيم او د شينجيانګ د اويغور کورواکې سيمې د موزيم ترمنځ د درېيم ځل همکاري ده.
شينجيانګ د چين په شمال لوېديځه سيمه کې پروت دی او د ورېښمو لرغونې لارې د محور په توګه ګڼل کېږي. د ختيځ او لوېديځ تمدنونه په دې سيمه کې راغونډېږي او دلته لوېديځ ته د چين تمدن د پرانيستې دروازه هم ده. شينجيانګ د ځانګړي جغرافيايي موقعيت او چاپېريال په لرلو سره خپله کيسه جوړه کړې ده.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |