CRI Online

په هانکانګ کې د چين د بهرنيو چارو وزارت کمېشنري: د هانکانګ په چارو کې له بهرنۍ مداخلې سره ټينګ مخالفت کوو

cri     (GMT+08:00) 2019-07-10 11:09:09

په هانکانګ کې د چين د بهرنيو چارو وزارت د کمېشنرۍ وياند د جولای په نهمه نېټه وويل چې دغه کمېشنري د هانکانګ په چارو کې له بهرنۍ مداخلې سره ټينګ مخالفت کوي او د هېواد حاکميت او د هانکانګ سمسورتيا او ثبات ته د زيان رسوونکو کړنو په مقابل کې به بې تفاوته پاتې نه شي. دا په داسې حال کې ده چې ځيني رپوټونه خپاره شوي چې د امريکا مرستيال ولسمشر مايک پينس او د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو پدې وروستيو ورځو کې په جلاجلا توګه د هانکانګ له سوداګر لي جه ينګ سره کتلي او د ستورو کسانو يا مجرمينو د سپارلو په اړه د هانکانګ د قانوني مادو د تعديل پر اړوندو حالاتو او د ((يو هېواد او دوه نظامونه)) سياست تر ادارې لاندې د دغې سيمې پر مقام يې ورسره بحثونه کړي دي.

نوموړي وياند په خپلو خبرو کې وويل چې امريکا پر نړيوال قانون او د نړيوالو اړيکو پر اصولو سترګې پټې کړې، د هانکانګ په چارو او د چين په کورنيو چارو کې يې يوځل بيا لاسوهنه کړې او د هانکانګ د ځايي حکومت په قانوني اداره کې يې مداخله کړې ده، په دغه سيمه کې د چين د بهرنيو چارو کميشنرۍ په همدې مناسبت د امريکا عمومي کونسلګرۍ ته احتجاج څرګند کړ او له امريکا څخه يې غوښتنه وکړه چې خپلې ناسمې کړنې دې سمدستي بندې کړي.(زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای