د سينهوا اژانس د خبر له مخې د چين د شمېرنې دولتي ادارې د جولای په لسمه نېټه يوه شمېرنه خپره کړه چې له مخې يې د روان کال په جون کې د چينايانو د مصرفي بيو ګراف(CPI) د تېر کال د همدې مودې په پرتله په سلو کې ۲ اعشاريه ۷ زيات شوی دی. د روان کال په لومړۍ نيمايي کېCPI د تېر کال د همدې مودې په پرتله په سلو کې ۲ اعشاريه ۲ زيات شوی دی.
د روان کال په جون کې د تېر کال د همدې مودې په پرتله د اتو ډولونو له توليداتو او خدمتونو څخه د اوو ډولونو توليداتو او خدمتونو بيې زياتې شوي او د پاتې يو ډول راټيټه شوې ده.په همدې مياشت کې د خوړو ،تنباکو او مشروباتو بيې د تېر کال د همدې مودې په پرتله په سلو کې ۶ اعشاريه ۱ زياتې شوې چې له امله يې د CPI د زياتوالی انډول په سلو کې ۱ اعشاريه ۷۹ لوړ شوی دی.(غاټول)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |