CRI Online

د چين استازی: د ترهګرۍ پرضد د مبارزې په برخه کې د چين کارونو په اغيزمنه توګه د ترهګريزو عملونو مخه نيولې ده

cri     (GMT+08:00) 2019-07-10 15:48:25

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، په م م کې د چين دايمي استازي ما جاو شيو د جولای په ۹مه نېټه وويل، د ترهګرۍ او افراطيت پر ضد د مبارزې په برخه کې د چين کارونو په اغيزمنه توګه د ترهګريزو عملونو د سختوالي د تمايل مخه نيولې ده او تر زياتې حدې پورې يې د ژوند حق او پرمختيايي حق په شمول د بېلا بېلو قومونو د خلکو اساسي حقونه ساتلي دي.

د م م امنيت شورا په همدې ورځ د نړيوالې ترهګرۍ او سازمان شوو جرمونو په اړه يوه خلاصه مباحثوي ناسته جوړه کړه. ښاغلي ما جاو شيو په دغه ناسته کې وويل، چين له ترهګرۍ څخه زيانمن شوی هېواد دی. چين د ترهګرۍ او افراطيت د ګواښونو د ليرې کولو لپاره اغيزمن تدبيرونه نيسي او ورسره مقابله کوي. د ترهګرۍ او افراطيت پرضد د مبارزې په برخه کې د چين کارونه د نړيوالو کارونو يوه مهمه برخه ده او د ترهګرۍ پرضد د مبارزې او د اساسي بشري حقونو د ساتنې په اړه د م م له هدفونو او اصولو سره سمون خوري. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای