CRI Online

چین د افغانستان د پاسپورت ریاست لپاره د ښځینه وو د بایومتریک سالون جوړ کړ

cri     (GMT+08:00) 2019-07-10 16:01:29

چین د افغانستان د پاسپورت ریاست لپاره د ښځینه وو د بایومتریک سالون جوړ کړ

چین د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په پاسپورټ ریاست کې د ښځينه وو لپاره د بایومټریک سالون جوړ کړ او تېره ورځ رسماً پرانیستل شو. د دغه سالون د پرانیستې مراسم په پاسپورټ ریاست کې جوړ شوي وو، په دغو مراسمو کې د کورنیو چارو وزارت اداري مرستیال، د چین هېواد د قونسلګرۍ استازو او د پاسپورټ ریاست د رهبرۍ پلاوي او کارکوونکو ګډون کړی و. د مراسمو په پیل کې د پاسپورټ ریاست عمومي رییس پاسوال سیدعمر صبور له چین هېواد څخه د مننې ترڅنګ د دغسې یو ستر سالون جوړېدل د پاسپورټ ریاست لپاره یو ستره لاسته راوړنه وګڼله او ویې ویل:« له دې وروسته زموږ خویندې کولای شي چې له کومې ستونزې پرته په خوندي او مصون ډول د ښځو د بایومټریک په سالون کې د پاسپورټ اخیستلو لپاره بایومټریک وکړي.» د کورنیو چارو وزارت اداري مرستیال هم د چین هېواد له مرستو څخه مننه وکړه او د دواړو هېوادونو پر دوامدارو اړیکو یې ټينګار وکړ.د مراسمو په پای کې د چېن د قونسلګرۍ استازي هم په پاسپورټ ریاست کې د دغسې یو سالون جوړېدل مهمه اړتیا وبلله او ژمنه یې وکړه چې په راتلونکې کې به هم له پاسپورټ ریاست سره په بېلابېلو برخو کې مرستې وکړي. د یادولو ده چې په دغه سالون کې په یو وخت کې ۲۰۰ کسان ځايږي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای