د اندونيزيا په پلازمينه جاکارتا کې د دې هېواد د عمر بيمې مشتريانو ته د بيمې لپاره په ژن مين بي يوانو د پيسو د زېرمې د سنجش خدمات د جولای په ۹مه نېټه فعال شول . دا د ژن مين بي د نړيوال کېدو بهير د هڅولو لپاره يو ګټور ګام دی. د پيسو دغه خدمات د سرمايو ويشلو په اړه مشتريانو ته لا زيات انتخابونه وړاندې کوي او کلنۍ ګټې يې درې اعشاريه پنځه سلنه ضمانت کېږي.
د مالوماتو له مخې، ياد پولي خدمات به لومړی په جاکارتا کې د چين بانک په نهو فرعي دفترونو کې مشتريانو ته وړاندې کېږي. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |