د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د ايران خبري ټلويزيون د جولای په لسمه نېټه خبر ورکړ چې د ايران د بهرنيو چارو وزارت په همدې ورځ د يوې اعلاميې په خپرولو سره و،يل، ايران د ذروي مسئلې په هکله د خبرو اترو په اړه لا هم خلاصه رويه لري.
د ايران د بهرنيو چارو وزارت وياندسيد عباس موسوي په اعلاميه کې وويل، ايران نه غواړي د ذروي مسئلې له امله ترينګلی وضعيت رامنځته کړي، که اروپايي هېوادونه غواړي اوسنی ترينګلي وضعيت ارام کړي، نو بايد د ترينګلي وضعيت سرچينه ليرې کړي.
نوموړي وويل، ايران لا هم د ذروي مسئلې په اړه د تړون درناوی کوي، خو په اوسنيو حالاتو کې ايران بايد د خپلو حقونو ساتنه وکړي. هغه پر دې ټينګار وکړ چې د ايران په وړاندې د امريکا دښمنانه تګلارې د ايران د ذروي مسئلې سرچينه ده. امريکا په ناقانونه او يواړخيزه توګه د ايران له ذروي مسئلې څخه وتلې او په پراخه توګه يې پر ايران بنديزونه لګولي، دا د ايران پر وړاندې د امريکا د دښمنانه تګلارو نمونه ده. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |