د سينهوا اژانس د خبر له مخې د چين صدراعظم لي که چيانګ د جولای په لسمه نېټه د دولتي شورا د دايمي چارو د يوې غونډې مشري وکړه او د بهرنۍ سوداګرۍ د ثبات ساتلو لپاره او د ورخلاصون د پراخوالي له لارې د اقتصاد د ثابت پرمختګ او د استخدام د زياتوالي لپاره پاليسي وټاکله. د دې ترڅنګ هغه هم له اړوندو څانګو څخه غوښتنه وکړه چې د ټولنيزو بيمو د لګښتونو د کمولو لپاره اړوند کارونه تر سره کړي او پرېکړه يې وکړه چې د ټولنيزو بيمو په صندوق کې ځيني دولتي سرمايې زياتې کړي.سربېره پردې هغه د مرکزي بوديجې د پلي کولو او د نورو ماليي عايداتو او لګښتونو د نظارت او څارنې په بهير کې د موجودو مسئلو د حل وفصل لپاره اړوند کارونه ترتيب کړل.(غاټول)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |