CRI Online

د م م ځانګړی استازی: د اساسي قانون د کميټې د مسئلو په هکله د سوريې له حکومت سره د نظريو توافق ته ډېر نژدې شوی

cri     (GMT+08:00) 2019-07-11 10:48:13

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د سوريې مسئلې په هکله د م م ځانګړی استازي ګير پيټرسن چې اوس له سوريې څخه په ليدنې بوخت دی، د جولای په لسمه نېټه وويل چې د سوريې له حکومت سره د اساسي قانون د کميټې په شمول د ځينو مسئلو په هکله بحثونو کې رښتيني پرمختګونه موندلي او د نظريو توافق ته ډېر نژدې شوی.

د دغه هېواد خبري رسنيو د خبر له مخې نوموړي په همدې ورځ د دغه هېواد د صدراعظم مرستيال او د بهرنيو چارو له وزير وليد المعلم سره خبرې اترې وکړې او دواړو خواوو د اساسي قانون د کميټې د جوړونې، د دې کميټې د کاري ميکانيزم او لارو چارو په هکله بحثونه وکړل.د دوی په اند د اساسي قانون چارې د سوريې له حاکميت سره تړاو لري، نو يوازې سوريايان د اساسي قانون پورې د اړوندو چارو د حل حق لري او بهرني هېوادونه او ځواکونه په دغو چارو کې د لاسوهنې حق نه لري.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای