CRI Online

د چين او ايټاليا د ماليې وزيرانو په ګډه د دوی د ماليې وزيرانو ترمنځ د لومړني ډيالوګ مشري وکړه

cri     (GMT+08:00) 2019-07-11 10:49:53

د چين د مرکزي راډيو او تلويزيون عمومي سټېشن د خبر له مخې د چين د ماليې وزير ليو کون او د ايټاليا د ماليې وزير ګيواني تريا د جولای په لسمه نېټه د ايټاليا په ميلان کې د دوی د ماليې وزيرانو ترمنځ د لومړني ډيالوګ مشري وکړه او د دواړو هېوادونو په پولي فورم کې يې ګډون وکړ. د چين د ماليې مرستيال وزير جو جيا يي په دې فورم کې هم ګډون او وينا وکړه.

دواړو خواوو د نړيوالو عمومي اقتصادي حالاتو، د نړيوالې اقتصادي ادارې،د چين او ايټاليا ترمنځ د ستراتيژيکو او پولي همکاريو، د پولي چارو د څارنې،د مالي او پولي تګلارو د تبادلې او اړوندو همکاريو په شمول د ډېرو موضوعاتو په هکله د نظريو تبادله وکړه. دواړو خواوو پر دې ټينګار وکړ چې په ګډه به ازادې سوداګرۍ او څو اړخيزم وساتي،د نړيوالې اقتصادي ادارې د بشپړتيا لپاره به هڅې وکړي،د يو کمربند او يوې لارې د ګډې ابادۍ لپاره به د همکارۍ تفاهم ليک پلی کړي او د پيسو راغونډولو له لارې به د يو کمربند او يوې لارې له همکارۍ او د درېيمې خوا په بازار کې د پروژو له جوړولو څخه ملاتړ وکړي.د دې ترڅنګ دوی به د پولي بازار او پولي څارنې په برخه کې خپلمنځي همکارۍ پياوړی کړي او په مقابلو بازارونو کې به د پولي اورګانونو پانګونه وهڅوي.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای