CRI Online

په لندن کې د ( چين: د ورېښمو نوې لارې اکتشاف) تر عنوان لاندې د پانګوالو سمينار ترسره شو

cri     (GMT+08:00) 2019-07-11 14:34:45
په لندن کې د ( چين: د ورېښمو نوې لارې اکتشاف) تر عنوان لاندې د پانګوالو سمينار ترسره شو

د چين د مرکزي راډيو او تلويزيون عمومي سټېشن د خبر له مخې، د بلومبيرګ بارکليز نړيوال انډوال شرکت د جولای په لسمه نېټه په لندن کې د ( چين: د ورېښمو نوې لارې اکتشاف ) تر عنوان د پانګوالو سمينار تر سره کړ. د چين او بريتانيا د پانګوالو، مسلکي شخصيتونو او حکومتي چارواکو په شمول کابو دوه سوه تنو په دغه سيمينار کې ګډون وکړ.

دا اووم ځل دی چې ياد سازمان په لندن کې د اړوند سيسټم په اړه سيمينار ترسره کړ. د سږنۍ غونډې ګډونوال به د چين د بانکونو ترمنځ د اسهامو بازار مهم پرمختګ او په دې بهير کې د پانګونې فرصت او راتلونکي پرمختګ ته پاملرنه وکړي.

په بريتانيا کې د چين سفير ليو شياو مينګ په دې سمينار کې وويل، بريتانيا د لوېديځ لومړی لوی هېواد دی چې د يو کمربند او يوې لارې د سرمايو راغونډېدو لارښوونی اصل يې لاسليک کړ، د يو کمربند او يوې لارې په اړه يې سفير وټاکه او د کارپوهانو شورا يې جوړه کړه. په راتلونکې کې به د يو کمربند او يوې لارې د لوړ کيفيت په پرمختګ سره به د چين او بريتانيا ترمنځ د اړيکو او همکارۍ د ژورتيا لپاره لا زيات نوی فرصتونه برابر شي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای