CRI Online

د چين استازي:د درې اړخيزې همکارۍ پياوړتيا د سوله ساتونکو عملياتو د اغيزمنتوب د لوړوالي لپاره ډېره مهمه ده

cri     (GMT+08:00) 2019-07-11 15:31:36

د سينهوا اژانس د خبر له مخې په م م کې د چين د دايمي استازي مرستيال وو های تاو د جولای په لسمه نېټه وويل چې د م م د امنيت شورا،د عسکرو او پوليسو ليږدونکي هېوادونه او د م م دارالانشأ په سوله ساتونکو عملياتو کې درې مهمې ګډون کوونکې خواوې دي، نو د درې اړخيزې همکارۍ پياوړتيا د سوله ساتونکو عملياتو د اغيزمنتوب د لوړوالي لپاره ډېره مهمه ده.

په همدې ورځ د م م د امنيت شورا د سوله ساتونکو عملياتو د درې اړخيزې همکارۍ په هکله يوه مباحثوي غونډه تر سره شوه. نوموړي په دې غونډه کې وويل چې سوله ساتونکي عمليات د نړيوالې سولې او امنيت د ساتلو لپاره د م م اغيزمنه وسيله ده. م م دې د دغه درې اړخيزې همکارۍ د پياوړتيا لپاره د امنيت شورا صلاحيت ښه کړي،د سوله ساتونکو عملياتو اغيزمنتوب دې لوړ کړي او د ملګرو اړيکې دې لاټينګې کړي.د دې ترڅنګ م م بايد د امنيت شورا د عسکرو او پوليسو ليږدونکو غړو هېوادونو په غونډو کې د اړوندو بحثونو د ژورتيا لپاره هڅې وکړي،د امنيت شورا د سوله ساتونکو عملياتو د کاري ډلې رول ولوبوي او د امنيت شورا ،دارالانشأ او يادو هېوادونو ترمنځ د نظريو د تبادلې پل دې جوړ کړي تر څو اړوندې مسئلې حل شي.( غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای