CRI Online

امريکا د فرانسې د ډيجټال خدماتو د مالياتو په مقابل کې ۳۰۱ پلټنه کوي

cri     (GMT+08:00) 2019-07-11 15:56:11

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د سوداګرۍ په اړه د امريکا د استازو دفتر د جولای په لسمه نېټه اعلان وکړ، چې امريکا به ( د ۱۹۷۴م کال د سوداګرۍ قانون ) د ۳۰۱مې مادې له مخې د فرانسې د ډيجټال خدماتو د مالياتو هغه قانون په مقابل کې پلټنه شروع کړي چې د جولای په ۱۱مه نېټه به د فرانسوي حکومت لخوا تصويب شي. دغه کړنه ښايي د امريکا او اروپا ترمنځ د اقتصادي اصطکاک د سختوالي سبب وګرځي.

نوموړي دفتر د همدې مياشتې په لسمه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، فرانسوي حکومت به د دغه قانون له مخې پر هغو ډيجټال خدماتو تعرفې واخلي چې د امريکا تصدۍ پکې د نړۍ مخکښ مقام نيسي، نو پر امريکايي علمي او تخنيکي شرکتونو باندې به بې معقوله تعرفې واخيستل شي.

د سوداګرۍ په اړه د امريکا استازي روبرټ لايتيزر په دغه اعلاميه کې ويلي، د امريکا ولسمشر فرمان ورکړی چې د دغه قانون اغيزې مالومې کړي چې ايا تبعيض لري او که نه، بې معقوله دی او که نه، د امريکا پر سوداګرۍ باندې به منفي اغيزې ولري او که نه؟ (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای