د چين د سوداګرۍ وزارت مطبوعاتي وياند ګاو فنګ د جولای په يوولسمه نېټه په يوه نوبتي خبري ناسته کې وويل چې د چين او امريکا د اقتصاد او سوداګرۍ پلاوي به د دواړو هېوادونو د مشرانو ترمنځ د اوسکا د ملاقات له غوښتنې سره سم د مساوات او متقابل درناوي پربنسټ دوه اړخيزې اقتصادي او سوداګريزې مشورې بيا پيل کړي.
ګاو فنګ وويل، هغه مسئلې چې چين دې ته پاملرنه کوي، بايد په ښه توګه حل شي.هغه باور وښود چې دواړه خواوې د مساوي ډيالوګ له لارې د علاقې او پاملرنې وړ مسئلې حل کړي او د دغو مسئلو د حل وفصل لارې چارې ولټوي چې دا نه يوازې د دواړو هېوادونو او خلکو له ګټو سره بلکې د نړۍ او نړيوالو له ګټو سره سمون لري.(غاټول)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |