CRI Online

د چين سفير له کندهاري سوداګرو سره کتلي دي

cri     (GMT+08:00) 2019-07-11 16:18:09

 

په افغانستان کې د چين هيواد سفير ( ليو جين سونګ ) کندهار ولايت ته د خپل سفر پرمهال د کندهاري سوداګرو او صنعت کارانو سره وکتل، چي پرمهال يې د ملي امنيت د رئيس بريد جنرال برکت الله څمکني او بهرنيو چارو د رئيس ظاهر الکو ترڅنګ د يو شمېر دولتي ادارو مسؤلينو، صنعت کارانو، سوداګرو او د کندهار پوهنتون يو شمېر استادانو هم ګډون کړی و. د کندهار ولايت سوداګرو او صنعت کارانو يو په بل پسي د خپلو خبرو پرمهال وويل، چې افغانستان او چين هيوادونه په خپلو منځونو کې پياوړې سوداګريزې اړيکې لري، چي په ويناوو يې دواړه هيوادونه په اقتصادي او سوداګريزو برخو کې خورا زيات تاريخي قدامت هم لري. هغوئ د دواړو هيوادونو په سوداګريزه برخه کې د لاسته راوړنو ترڅنګ وويل، چې د افغانستان او چين هيوادونو ترمنځ لومړنۍ سوداګري له کندهاره پيل شوې او غوښتنه يې وکړه، چې چين هيواد دې له افغانستان سره د وېزې په برخه کې اسانتيا او د افغانستان د وچې او لندې مېوې د صادرولو په برخه کې دې په مستقيم ډول سوداګرۍ ته زمينه برابره کړي. په وار سره د چين هيواد سفير د افغانستان سره د سوداګريزې برخې ترڅنګ د دواړو لوريو تر منځ د شته ښو اړيکو په اړه خوشي څرګنده کړه او د خپلو خبرو په دوام يي وويل، چې هيواد يې له کندهار سره مستقيمو اړيکو ته ژمن دی او په سوداګريزۍ، روغتيا، صادراتي او وارداتي برخو کې يو له بل سره د ګډو اړيکو د رامنځته کولو هڅه کوي. د چين هېواد سفير په خپله وينا کې کندهار د افغانستان زړه وباله او زياته يې کړه، چې کندهار ته پاملرنه کول ټول افغانستان ته پاملرنه ده، نو اړينه ده چې هېواد يې په هره برخه کي کندهار ته ځانګړې پاملرنه وکړي. نوموړي وويل، چې د کندهار د انارو د صادراتو لپاره ځانګړې زمينه برابروي، د روغتيا په برخه کې د پخوانيو مرستو په شان خپلې مرستې دوامداره ساتي او د سولې په برخه کې چې دا مهال يې د ده په ټکو خبرې ګټورې روانې دي مرسته کوي څو د افغانستان سياسي حل ته د خبرو له لارې کار وشي. ( ليو جين سونګ ) وويل، چي د کندهار سوداګر متعهد خلک دي، چې په خبره يې دوئ کوښښ کوي چې په مستقيم ډول د دوی سره سوداګريزې اړيکې د رېل پټلۍ، هوايي او مځکنۍ لارې نورې هم پراخې کړي، څو د کندهار او چين ترمنځ واردات او صادرات په مسقيم ډول ترسره شي. نوموړي وويل، چې د کندهار پوهنتون دپاره هم ځانګړې پاملرنه کوو ترڅو دا پوهنتون د کيفيت په برخه کې نور پرمختګ هم وکړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای