CRI Online

بهرني سوداګر په چين کې د نړيوالو سمندري بېړيو د ادارې په چارو کې پانګونه کولی شي

cri     (GMT+08:00) 2019-07-11 16:18:12

د روان کال د جولای يوولسمه نېټه چې په چين کې پر سمندر د ګرځېدنې له پنځلسمې ورځې سره برابره ده، چين به د سمندري ترانسپورت د باکيفيته پرمختګ تر عنوان لاندې د نمانځنې يو لړ فعاليتونه تر سره کړي. خبريال دا معلومات تر لاسه کړي چې چين د سمندري ترانسپورت د باکيفيته پرمختګ د هڅولو لپاره ګامونه پورته کړي او کوي يې، د بېلګې په توګه د نړيوال سمندري ترانسپورت په چارو کې يې د بهرنيو پانګو پر ونډو محدوديت لغوه کړی، نو بهرني سوداګر په چين کې د خپلو شرکتونو د جوړولو له لارې د نړيوال سمندري ترانسپورت او تجارتي وکالت په چارو شامليدای شي.

څه باندې شپږ سوه کاله مخکې د جولای په يوولسمه نېټه د چين وتلي سمندر کچ کونکي جنګ هه د لومړي ځل لپاره لويديځ ته سمندري سفر پيل کړ چې د چين حکومت د دې د يادونې لپاره دغه ورځ د چين د دريانوردۍ ورځې په توګه وټاکله. په روان کال کې د چين پر سمندر د ګرځېدنې ورځې اصلي موضوع (( د سمندري ترانسپورت باکيفيته پرمختګ )) دی، عمده لوی فعاليت به د جه جيانګ ولايت په نينګ بو ښار کې تر سره شي چې د يو کمربند او يوې لارې په اوږدو کې د زياتو پرتو هېوادونو او سيمو د بندرونو، سمندري ترانسپورتي صنعت او نړيوالو سازمانونو څه باندې څلور سوه چيني او بهرني مېلمانه به پکې ګډون وکړي. د چين د ترانسپورت وزارت د اوبو له لارې د مالونو د ليږد راليږد ادارې مرستيال يي جي يونګ په دې اړه وويل

(( په روان کال کې د چين د دريانوردۍ ورځې په اړه به يو عمده فورم، څلور فرعي فورمونه او يو موازي (مربوط) فورم جوړ شي، په بېلا بېلو ځايونو کې به د سمندري چارو په اړونده موزيمونه په وړيا توګه د عامو خلکو په وړاندې پرانيستل شي، د دوبني رخصتۍ او د نظريو د تبادلې کمپونه او د عامو خلکو نور فعاليتونه به تر سره شي، د ۲۰۱۹ کال د چين پر سمندر د ګرځېدنې ورځې اعلاميه به خپره شي. ))

د سمندري ترانسپورت په برخه کې د ورخلاصون د پياوړتيا په موخه د چين د نړيوال سمندري ترانسپورت په مقرراتو کې په نړيوال سمندري ترانسپورت او نورو اړوندو چارو کې د بهرنيو پانګو د ونډو د محدوديت ماده لغوه شوې ده. د چين د ترانسپورت وزارت د اوبو له لارې د مالونو د ليږد راليږد ادارې مرستيال يي جي يونګ په دې اړه وويل

(( بهرني سوداګر په چين کې هغه شرکتونه جوړلی شي چې د نړيوال سمندري ترانسپورت، د نړيوالو بېړيو د وکالت او ادارې، د بېړيو د ډکولو او تشولو، د مالونو د زېرمې او د کانتيرونو د مرکزونو په چارو کې لګيا دي. د دې تر څنګ، په يادو چارو کې د بهرنيو سوداګرو د پانګونو د څار او ادارې اضافي تشريفات منحل شوي، د کورنيو او بهرنيو پانګو د څار او اداره کولو کارونه د مساوت د اصل او د چين د نړيوال سمندري ترانسپورت مقرراتو د مشخصو اصولو له مخې تر سره کيږي. ))

چين له روان کال راهيسې د مالونو بندري فيس، د بندري تاسيساتو امنيت ساتونکي فيس، د سفر لارښوونکي فيس او د بېړيو د څکولو فيس په شمول د بندري خدمت لګښتونه په جلا جلا توګه ۱۵سلنه، ۲۰سلنه، ۱۰سلنه او ۵ سلنه ټيټ او د لګښتي خدمتونو شمېر له ۱۵ څخه ۱۱ ته کم کړی دی.

د معلوماتو له مخې، چين به په بندرونو کې د کانتينرونو د اتوماتيک کېدو لپاره هڅې وکړي او په بندرونو کې د بېړيو د تم ځايونو کې به له برېښنا څخه په استفادې سره د بېړيو د ککړتيا لرونکو هوا ويشتلو اندازه کمه کړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای