د امريکا حکومت په وروستيو ورځو کې پريکړه وکړه چې له چين څخه دغه هېواد ته د طبي تجهيزاتو او انتقالي قابليت په شمول پر ۱۱۰ ډولو واردوونکو توليداتو به لوړې ګمرکي تعرفې ونه لګوي. په دې هکله د چين د سوداګرۍ وزارت مطبوعاتي وياند ګاو فنګ د جولای په ۱۱مه نېټه وويل چې زموږ د مالوماتو له مخې دا د امريکا د ګمرکي تعرفو د لغوه کولو يوه عادي اجنډا ده. چين هم له امريکا څخه د ځينو واردوونکو توليداتو د لوړې ګمرکي تعرفې د لغوه کولو اړوند ميکانيزم جوړ کړی او د تصديو د غښوتنو له مخې به يې چارې تر سره کړي.
ژباړونکې:ډېوه
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |