CRI Online

چين د شينجيانګ په مسئلو کې هيڅ بهرنۍ لاسوهنه نه مني

cri     (GMT+08:00) 2019-07-11 20:22:26

په دې وروستيو ورځو کې يو څو هېوادونو په ګډه د م م بشري حقونو شورا ته مکتوب لېږلی او د شينجيانګ پر وړاندې د چين پر پاليسۍ يې تور پورې کړی دی. په دې اړه د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند ګنګ شوانګ د جولای په ۱۱مه نېټه په يوه نوبتي مطبوعاتي غونډه کې وويل، د شينجيانګ مسئلې په باب د چين حکومت او خلک تر ټولو زيات د بيان حق لري او هيڅ بهرنۍ لاسوهنه نه مني.

ګنګ شوانګ وويل، د اړوندو هېوادونو ياد مکتوب کې په حقيقت سترګې پټې شوي او پر چين باندې يې بې اساسه تورونه او بريدونه کړي دي. دوی په څرګند ډول غواړي چې د بشري حقونو د مسئلو په پلمه خپل سياسي هدف ته ورسېږي او د چين په کورنيو چارو کې مستقيمه لاسوهنه وکړي او له دې سره چين کلک مخالفت څرګندوي.

نوموړي وويل، له دې امله چې شينجيانګ د ترهګرۍ او تندلارۍ له ګواښ سره مخامخ دی، نو د قانون له مخې د مسلکي تخنيکونو د ښوونې او روزنې مرکزونو د جوړونو په شمول يو لړ د ترهګرۍ او تندلارۍ پر ضد تدبيرونه يې نيولي دي او د شينجيانګ امنيتي حالات يې ښه کړي دي. دوه کاله کېږي چې په شينجيانګ کې هيڅ ترهګريزه پېښه نه ده شوې، اوس هلته ټولنه ثابته ده، قومونه په يووالي کې ژوند کوي او عام خلک د حکومت له پاليسۍ او تدبيرونو څخه ملاتړ کوي.

نوموړي وويل، چين د ډېرو هېوادونو ډيپلوماتانو، رسنيو او کارپوهانو ته بلنه ورکړې چې له شينجيانګ څخه ليدنه وکړي او پخپله له نژدې حقيقت وګوري. دوی ټولو ليدلي او ويلي چې د شينجيانګ حالات د لوېديځو رسنيو له خبرونو سره پوره توپيرونه لري.

(فرشته)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای