CRI Online

د شي جين پينګ د ډيپلوماتيکو نظريو د څيړنې سمينار په بيجينګ کې جوړ شو

cri     (GMT+08:00) 2019-07-11 20:41:38

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د ډيپلوماتيکو نظريو د څېړنې سمينار د جولای په ۱۱مه نېټه په بيجينګ کې جوړ شو. د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې د ډيپلوماتيکو اړيکو ادارې مشر سونګ تاو د سمينار په پرانيستونکو مراسمو کې وويل چې د شي جين پينګ د ډيپلوماتيکو نظريو خپرول په اوس او راتلونکې يوه موده کې د ډيپلوماتيکو کارونو تر ټولو مهمه سياسي دنده ده او هم د لوی هېواد په توګه د نوې ډيپلوماتيکې بڼې د خلاصولو کيليدي ټکی دی.

سونګ تاو وويل چې د شي جينګ پينګ په ډيپلوماتيکو نظريو کې دا له ورايه ښکاري چې چين بايد د لوی هېواد په توګه د نوي شکل د نړيوالو اړيکو د ابادۍ هڅونه وکړي، د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې جوړول دې پرمخبوزي. د دغو نظريو عمده ټکی دا دی چې د دغه هېواد دې خپلې اساسي ګټې، د بېلا بېلو هېوادونو له ګډو ګټو سره يو ځای کړي او د چين او نړۍ تر منځ دې يو بل ته د درناوي، عدالت او همکاريو پر بنسټ اړيکې جوړې کړي.

ژباړونکې:ډېوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای