CRI Online

پوتين: د ونزويلا په کورنيو چارو کې بهرنۍ لاسوهنه د منلو وړ نه ده.

cri     (GMT+08:00) 2019-07-12 09:52:50

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د روسيې ولسمشر پوتين د جولای په ۱۱مه نېټه وويل، د ونزويلا په کورنيو چارو کې بهرنۍ لاسوهنه د منلو وړ نه ده.

د کريملين ويبسايټ د روانې مياشتې په ۱۱مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، پوتين او د بوليوی ولسمشر ايفو موراليس په همدې ورځ د روسيې په پلازمېنه مسکو کې خبرې اترې وکړې. تر دې وروسته پوتين په يوه مطبوعاتي غونډه کې وويل، چې روسيه د ونزويلا په کورنيو چارو کې بهرنۍ لاسوهنه نه مني او موراليس هم ورته نظريه لري. تر اوسه پورې د ونزويلا حکومت او مخالفې ډلې د ناورې تر منځګړيتوب لاندې ډيالوګ بيا پيل کړی، روسيه او بوليوی دواړه هېوادونه هيله لري چې د ونزويلا حکومت او مخالفه ډله دې د منلو وړ يوه طرحه پيدا کړي او د ونزويلا حالات عادي شي.

(فرشته)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای