د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د کمونست ګوند د مرکزي کميټې د سياسي بيورو غړي او د چين مرستيال صدراعظم هو چون هوا د جولای په ۱۱مه نېټه په چين کې د کوريا ديموکراتيک ولسي جمهوريت د لوی سفير چي جاي ريونګ په بلنه د چين او دغه هېواد تر منځ د دوستۍ، همکارۍ او متقابلې مرستې تړون د لاسليکولو د ۵۸ مې کليزې د يادونې په ميلمستيا کې ګډون او وينا يې وکړه.
هغه وويل، په تيرو ۷۰ کلونو کې، د چين او شمالي کوريا تر منځ د اړيکو د پرمختګ په لاره کې زيات برياليتوبونه تر لاسه شوي دي.
د سږ کال په جون مياشت کې، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ له شمالي کوريا څخه تاريخي ارزښت لرونکې ليدنه وکړه او د دې هېواد له مشر کيم جونګ ون سره يې د نظريو نژدې تبادلې وکړې او په ګډه سره يې د دواړو هېوادونو تر منځ د اړيکو د پرمختګ ښکلې اينده وټاکله. چين غواړي چې له شمالي کوريا سره يو ځای د دواړو مشرانو تر منځ د لاسليک شويو موافقه ليکونو د پلی کولو، د اقتصادي پرمختګ په ساحه کې د انکشافي تجربو د شريکولو، د دوستانه تبادلې او همکارۍ د پرمخبيولو، د دواړو هېوادونو د لا پرمختګ د هڅولو، د دواړو هېوادونو د ګټو د زياتولو او د سيمې د سولې، ثبات او سمسورتيا لپاره مثبت خدمتونه وکړي.
چي جاي ريونګ وويل، شمالي کوريا به له چين سره يو ځای د دواړو خواوو تر منځ د دوستۍ د پرمختګ، د خپلمنځي همکارۍ د پياوړتيا او د دواړو خواوو تر منځ د دوستانه اړيکو د پر له پسې پرمختګ لپاره کوښښونه وکړي. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |