CRI Online

لي که چيانګ : بايد په مثبت ډول له اقليمي بدلون سره مقابل وکړي

cri     (GMT+08:00) 2019-07-12 10:27:01

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، څو ورځې مخکې د چين د کمونست ګوند د مرکزي کميټې د سياسي بيورو دايمي غړي، د چين صدراعظم، له اقليمي بدلون سره د مقابلې او د انرژۍ د سپمولو د کاري ډلې مشر لي که چيانګ د دې لارښوونکې ډلې د کاري غونډې مشري وکړه.

د چين د کمونست ګوند د مرکزي کميټې د سياسي بيورو دايمي غړي، مرستيال صدراعظم، د يادې ډلې مرستيال مشر هان جنګ هم په دې غونډه کې برخه درلوده.

لي که چيانګ په دې غونډه کې وويل، په دې وروستيو کلونو کې، بېلا بېلو ځايونو او حکومتونو د پرمختګ نوې مفکورې پلي کړي او له اقليمي بدلون سره د مقابلې او د انرژۍ د سپمولو په کارونو کې يې ستر برياليتوبونه تر لاسه کړي دي. په اوس مهال کې، موږ بايد د لوړ کيفيت لرونکي پرمختګ د پرمخ وړلو غوښتنې پر بنسټ د اقتصادي او ټولنيز پرمختګ، له اقليمي بدلون سره د مقابلې او د انرژۍ د سپمولو په باب کارونه تر سره کړو، د اقتصادي جوړښت د ښه والي، د زړو توليدي قوتونو پر ځای د نويو توليدي قوتونو د بدلون په اړه کارونه پرمخ بوزو، د انرژۍ د سپمولو پټ قوت پيدا کړو، د دوامدار پرمختګ مسلکي سيستم د جوړولو ګام چټک کړو، د ايکولوژيکي تمدن د جوړولو کار پياوړی کړو، د ککړتيا پر ضد مبارزه دې بريالۍ کړو، د اقتصاد او ټولنې دوامدار او سالم پرمختګ هڅې کړو او په دې برخه کې نړۍ ته خدمتونه وکړو.

هغه دې ته اشاره وکړه چې چين تر نورو لوی پرمختيايي هېواد دی. د پرمختګ نه توازن ډېر سخت دی. موږ به په پر له پسې ډول د کاربن دوه اکسايد د خپرېدو اندازې د کمولو ژمنې د ادا کولو لپاره کوښښ وکړو چې له مخې يې بايد تر ۲۰۳۰م کال پورې دغه اندازه پهزياتې پيمانې سره کمه شي. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای