CRI Online

د ايران انقلابي ګارد هغه خبر رد کړی چې د بريټانيا د يوې سمندري پوځي بېړۍ د نيولو لپاره يې هڅې کړې

cri     (GMT+08:00) 2019-07-12 10:33:23

د ايران د اسلامي جمهوريت خبري اژانس د جولای په يوولسمه نېټه خبر ور کړ چې د دې هېواد د انقلابي ګارد په همدې ورځ د يوې اعلاميې په خپرولو سره هغه خبر رد کړی چې ګواکی سمندري پوځي بېړيو يې د يوې بريټانوي نفتي بېړۍ نيول وغوښل.

په دې اعلاميه کې راغلي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ايران سمندري پوځي بېړيو په فارس خليج کې له هېڅ بهرني بېړۍ سره مقاومت نه دی کړی. په دې اعلاميه کې هم پردې ټينګار شوی چې که د ايران انقلابي ګارد وغواړي،دوی به د هرې يوې بهرنۍ بېړۍ د نيولو توان ولري.

د امريکا د سي ان ان (CNN)تلويزيوني شبکې د جولای په يوولسمه نېټه خبر ور کړ چې د ايران د سمندري پوځ ځينو بېړيو غوښتل چې د جولای په لسمه نېټه د فارس خليج ته په نژدې سمندري سيمه کې يوه بريټانوي نفتي بېړۍ ونيسي،خو د بريټانيا د سمندري پوځي بېړيو له خوا وشړل شولې.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای