CRI Online

د چين او امريکا کارپوهان: لا زيات ګډون کوونکي به د يو کمربند او يوې لارې له همکاريو څخه ګټې واخلي

cri     (GMT+08:00) 2019-07-12 11:02:24

د چين د مرکزي راډيو او ټلويزيون عمومي سټېشن د خبر له مخې، د يو کمربند او يوې لارې د وړانديز د لارښوونې تر عنوان لاندې يو سمينار د جولای په ۱۱مه نېټه په بېجينګ کې تر سره شو. د چين او امريکا کارپوهانو په دغه سمينار کې د يو کمربند او يوې لارې د ابادۍ پر لاسته راوړنو بحث وکړ او په راتلونکې کې يې د همکاريو لپاره وړانديزونه ورکړل.

نړيوال بانک د سږ کال د جون په مياشت کې د يوه راپور په خپرولو سره د نړيوالو سوداګريو او پانګونو په زياتوالي کې د يو کمربند او يوې لارې د مثبت او فعال رول ستاينه وکړه. په دغه راپور کې ليکل شوي، چې په هره ساحه کې د يو کمربند او يوې لارې وړانديز د پلي کېدو له امله نړيوالې سوداګرۍ شپږ اعشاريه دوه فيصده زياتې شوې، د يو کمربند او يوې لارې په اوږدو کې د پرتو اقتصادونو سوداګرۍ نهه اعشاريه اووه سلنه زياتې شوې او نړيوال عايدات دوه اعشاريه نهه سلنه زيات شوي دي. د امريکا د هاروارد پوهنتون ډاکټرې او د چين ولسي پوهنتون د (چونګ يانګ) پولي انستیتوټ د علمي تبادلې کارپوهې آغلې نايما ګرين وويل، چې د يو کمربند او يوې لارې وړانديز هم د چين لپاره او هم د اړوندو هېوادونو لپاره ګټور دی. دې وويل،

د يو کمربند او يوې لارې په چوکاټ کې زياتې پروژې د پلي کېدو په حال کې دي. دغه پروژې به پر ځايي سيمو باندې لا سترې اغيزې ولري. ځکه چې د يو کمربند او يوې لارې تر عنوان لاندې د همکاريو هدف د ګډو ګټو د اخيستلو د لارو چارو پيدا کول دي، څو د يو کمربند او يوې لارې په اوږدو کې پراته هېوادونه او خلک او چين له اړوندو همکاريو څخه ګټې واخلي. د هغو پرمختيايي هېوادونو اړتياوې به د همکاريو له لارې پوره شي، کوم چې په يواړخيزه توګه د اساسي تاسيساتو د جوړولو د پروژو د بشپړولو توان نه لري.

د يو کمربند او يوې لارې وړانديز د وړاندې کولو د شپږو کلونو راهيسې، همکاران او ملګري يې ورځ په ورځ زياتېږي. په ۲۰۱۸م کال کې د يو کمربند او يوې لارې په اوږدو کې پر پرتو هېوادونو باندې د چيني تصديو لخوا د غير پولي مستقيمو پانګونو اندازه له ۱۵.۶ مليارډو امريکايي ډالرو څخه زياته وه چې دغه شمېر د ۲۰۱۷م کال په پرتله کابو نهه سلنه زيات شوی دی. د چين او اروپا ترمنځ څه باندې ۱۲۰۰۰ نوبتي اورګاډو تګ راتګ کړی او له لارې يې د لېږد رالېږد شويو مالونو عمومي نرخونه ۱۶ مليارډو امريکايي ډالرو ته رسېدلي دي. دغه راز، له دې امله د جرمني د دويسبورګ په ښار کې يوازې د مالونو د لېږد رالېږد په ساحه کې کابو ۶۰۰۰ کاري فرصتونه رامنځته شوي دي او په کنيا کې د بندري ښار مومباسا او پلازمينې نايروبي ترمنځ د اوسپنيزو لارو د فعالېدو له امله نږدې ۵۰ زره کاري فرصتونه رامنځته شوي او په دې مناسبت د دغه هېواد اقتصاد يو اعشاريه پنځه سلنه زيات شوی دی. د چين ولسي پوهنتون د (چونګ يانګ) پولي انستيتوټ د مشر سلاکار جيا جين جينګ وويل، په ټوله نړۍ کې به د اساسي تاسيساتو د متقابل پيوستون له لارې مختلفو هېوادونو ته د تګ راتګ لپاره ښه فضا برابره کړي. چين د دې لپاره زياتې هڅې کړې دي او کوي يي. ده وويل،

د تازه اغيزمنو نړيوالو شمېرنو له مخې، چين په تېرو پنځو کلونو کې نړيوالو ته کابو ۵۰۰۰ مليارډو امريکايي ډالرو په ارزښت پورونه ورکړي دي. ياد پورونه په عمده توګه د چين د ملي انکشافي بانک په شمول د پانګونو په برخه کې د چين د دولتي بانکونو له لارې د يو کمربند او يوې لارې تر عنوان لاندې په اړوندو هېوادونو کې د چيني تصديو لخوا د پروژو د پلي کولو په هکله وړاندې شوي دي. دغه شمېر په همدې مودې کې د نړۍ په عمومي پورونو کې دوه په درېيمه برخه نيولې ده.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای