د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د جولای ۱۱مه نېټه د نفوسو نړيواله ورځ ده. د م م سرمنشي انتونيو ګوتريس په همدې ورځ په خپله ويډيويي وينا کې وويل، د نفوسو شمېر د چټګ زياتوالي، د نفوسو زوړوالي، مهاجرينو او د ښارګوټي کېدو بهير په ګډون د نفوسو مسئلې او د پرمختيايي تمايل د م م د ۲۰۳۰م کال د دوامدار پرمختګ له اجنډا سره نژدې اړيکې لري.
ګوټريس وويل، ښايي تر ۲۰۵۰م کال پورې، د نړۍ ۶۸ سلنه نفوس به په ښارونو کې اوسيږي. د دوامدار پرمختګ د تر سره کېدو او له اقليمي بدلون سره د مقابلې لپاره د تدبيرونو او د ښاري بريالي ادارې تر منځ اړيکې ورځ په ورځ نژدې کېږي. د زياتو بېوزلو هېوادونو د دوامدار پرمختګ په وړاندې ننګونې د نفوسو د چټک زياتوالي په نسبت لا سختې شوې دي. برسيره پر دې، يو شمېر هېوادونه د نفوسو د زوړوالي له ننګونو سره مخامخ دي.
د نړۍ د نفوسو او پرمختګ غونډې د جوړېدو ۲۵ مه کليزه : د ژمنې د ادا کولو ګام چټکول د نفوسو د سږنۍ نړيوالې ورځې مطلب دی. د نړۍ د نفوسو او پرمختګ په غونډه کې نه حل شويو مسئلو ته د پام کولو غوښتنه د دې مطلب موخه ده. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |