د سينهوا اژانس د خبر له مخې، په دې وروستيو ورځو کې د پانګونې د مشهورې تصدۍ تماسيک په نوي کلني راپور کې دا ليکل شوي، چې په چين کې د دغه تصدۍ د پانګونو عمومي حجم تقريباً ۴۰۳ ملياردو يوانو ته رسېدلی دی، چې د دې تصدۍ په نړيوالو پانګونو کې يې ۲۶ فيصده برخه نيولې او په سينګاپور کې د پانګونو له حجم سره برابر دی.
د تماسيک د نړيوالو تصديو د پرمختګ مشر او په چين کې د دې تصدۍ مشر وو يي بينګ د جولای په ۱۱مه نېټه په بېجينګ کې له خبريال سره په مرکه کې وويل، چين تر اوسه پورې د دغه شرکت له مهمو پانګه اچونکو موخو څخه يو دی او د سينګاپور په شان لوی هېواد دی چې تماسيک پکې زياتې پانګونې کوي.
(فرشته)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |