CRI Online

د روان کال په لومړۍ نيمايي کې د چين د صادراتو او وارداتو عمومي ارزښت له ۱۴۰۰۰ مليارډو يوانو څخه اوښتی دی

cri     (GMT+08:00) 2019-07-12 15:49:15

د چين د ګمرکاتو عمومي ادارې د جولای په ۱۲مه نېټه يوه شمېرنه خپره کړه چې له مخې يې د روان کال په لومړۍ نيمايي کې د چين د صادراتو او وارداتو عمومي ارزښت ۱۴۶۷۰ مليارډو يوانو ته رسيدلی چې دغه رقم د تېر کال د همدې مودې په پرتله په سلو کې ۳ اعشاريه ۹ زيات شوی دی. په دې جمله کې صادراتي ارزښت يې ۷۹۵۰ ملياډه يوانه و چې دغه شمېر د تېر کال د همدې مودې په پرتله په سلو کې ۶ اعشاريه ۱ زيات شوی، او وارداتي ارزښت يې ۶۷۲۰ مليارډه يوانه و چې دغه رقم د تېر کال د همدې مودې په پرتله په سلو کې ۱ اعشاريه ۴ زيات و.د بهرنۍ سوداګرۍ مثبت توازن ۱۲۳۰ مليارډو يوانو ته رسيدلی چې د زياتوالي انډول يې په سلو کې ۴۱ اعشاريه ۶ و.

د يادې ادارې مطبوعاتي وياند لي کوي ون په همدې ورځ وويل چې د روان کال په لومړۍ نيمايي کې د چين د بهرنۍ سوداګرۍ حالت په ثابت ډول روان و او باکيفيته پرمختګ يې موندلی دی. که څه هم اوس بهرنی چاپيريال پېچلی دی او د چين بهرنۍ سوداګري له يو لړ ننګونو سره مخ ده،خو د چين د بهرنۍ سوداګرۍ د پرمختګ ښه حالت نه بدليږي او د بهرنۍ سوداګرۍ د جوړښت د غوره کېدو او د خوځنده ځواک د بدلېدو تمايل هم نه بدليږي.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای