CRI Online

د چين د بهرنيو چارو وزارت: امريکا شرم شا ته غورځوي او داسې لويې خبرې کوي چې د چين او د ټولې نړۍ مسئلې حلولی شي

cri     (GMT+08:00) 2019-07-12 19:14:56

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند ګنګ شوانګ د جولای په ۱۲مه نېټه په يوه نوبتي مطبوعاتي غونډه کې وويل چې امريکا په خپله ځان د ټولې نړۍ لپاره د ازادۍ رڼاورکوونکی څلی بولي،خو دغه رڼا تر اوسه نه ده روښانه شوې. امريکا شرم شا ته غورځوي او داسې لويې خبرې کوي چې له مخې يې د چين او د ټولې نړۍ مسئلې حلولی شي.

د خبر له مخې، د امريکا مرستيال ولسمشر مايک پنس په وروستيو ورځو کې ويلي چې امريکا د ټولې نړۍ لپاره د ازادۍ رڼاورکوونکی څلی دی او امريکا حکومت تل د ټولې نړۍ لپاره د مذهبي ازادۍ پرانيستې خبرې خپروي. نوموړي ويلي چې ټاکل شوې د وزيرانو په کچه يوه غونډه په راتلونکې اونۍ کې په واشنګټن کې تر سره شي، موږ به په چين او ټولې نړۍ کې دغه ډول مسئلې حل کړو. په دې هکله جنګ شوانګ وويل چې امريکا دغه مسئوليت، صلاحيت، توان او سويه نه لري او لومړی بايد د کور دننه خپلې مسئلې حل کړي.

وياند ګنګ شوانګ په راتلونکې اونۍ کې د تش په نامه د مذهبي ازادۍ د هڅونې تر عنوان لاندې د وزيرانو غونډې په هکله وويل چې چين تل د امريکا له يادو کړنو سره مخالفت کړی او بيا بيا يې ټينګار کړی چې امريکا دې د مذهبي مسئلو په يادولو سره د نورو هېوادونو په کورنيو چارو کې لاسوهنه نه کوي. موږ له امريکا څخه بيا هم غوښتنه کوو چې د واقعيتونو درناوی وکړي، په چين اونورو هېوادونو کې مذهبي تګلارو او د مذهبي ازادې حالت ته په عادلانه سترګه وګوري، د چين او امريکا تر منځ د اړيکو د ټينګښت او د نړۍ د بلا بېلو هېوادونو تر منځ د دوستۍ نژديوالي لپاره يې کارونه تر سره کړي.

ژباړونکې:ډېوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای