CRI Online

چين به پر هغو امريکايي تصديو بنديزونه ولګوي چې پر تايوان وسلې پلوري

cri     (GMT+08:00) 2019-07-12 21:03:42

د سين هوااژانس د خبر له مخې، د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند ګنګ شوانګ د جولای په ۱۲مه نېټه د خبريال اړوندې پوښتنې ته د ځواب ورکولو په وخت کې وويل چې چين به پر هغو امريکايي تصديو بنديزونه ولګوي چې پر تايوان وسلې پلوري.

خبريال د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند ګنګ شوانګ څخه پوښتنه وکړه چې څه موده مخکې امريکا پر تايوان د شاو خوا ۲مليارډه او ۲۲۰ مليونه امريکايي ډالرو په ارزښت د وسلو د پلورلو پلان اعلان کړ او ويل کيږي چې چين به پر اړوندو امريکايي تصديو بنديزونه ولګوي، تاسو يې په اړه څه واياست؟

وياند ګنګ شوانګ وويل چې د امريکا لخوا پر تايوان د وسلو پلورلو کړنې د نړيوالو قوانينو او نړيوالو اړيکو د بنسټيزو اصولو، د يو چين د پيژندنې د اصول او د چين او امريکا د دريو ګډو اعلاميو له مقرراتو څخه سرغړونه ده او د چين ملي حاکميت او امنيت ته زيانونه رسوي. د هېواد د ګټو ساتنې لپاره به چين پر هغو امريکايي تصديو بنديزونه ولګوي چې پر تايوان وسلې وپلوري.

ژباړونکې:ډېوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای