CRI Online

د چين بهرنۍ سوداګري له ننګونو سره د مقابلې ټينګ توان لري

cri     (GMT+08:00) 2019-07-12 21:05:18
د چين بهرنۍ سوداګري له ننګونو سره د مقابلې ټينګ توان لري

د چين د ګمرکاتو عمومي ادارې د جولای په دوولسمه نېټه د روان کال په لومړۍ نيمايي کې د صادراتو او وارداتو شمېرې خپرې کړې چې له مخې يې د صادراتو او وارداتو عمومي ارزښت ۱۴ زرو ۶ سوو ۷۰ مليارډو يوانو ته رسېدلی او دغه شمېر د تېر کال د همدې مودې په نسبت ۳.۹ سلنه زياتوالی ښيي. په داسې حال کې چې په نړۍ کې د سوداګرۍ ساتنې غوښتنې زياتې شوي او د نړيوال اقتصاد پرمختګ کمزوری او له فشار سره مخ دی، د چين په بهرنۍ سوداګرۍ کې تر لاسه شوی برياليتوب ډېر د پاملرنې وړ دی او ترې ښکاري چې د چين بهرنۍ سوداګري له ننګونو سره د مقابلې ټيڼګ توان لري او د چين د اقتصاد د ثابت پرمختګ دايمي تمايل نه دی بدل شوی.

د يادولو وړ ده چې په ورته وخت کې امريکا په يواړخيزه توګه له چين سره تجارتي اصطکاک هم پيل کړی او د اصطکاک سويه يې لوړه کړې، د روان کال په نيمايي کې امريکا ته د چين صادرات د تېر کال د همدې مودې په نسبت دوه اعشاريه شپږ سلنه ټيټ او له امريکا څخه واردات يې پنځه ويشت اعشاريه اوه سلنه ټيټ شوي دي. له دې څخه څرګندېږي چې چين ته د امريکا صادرات تر ډېرې اندازې پورې پر ځای دی. په عين وخت کې له امريکا سره د چين د تجارت مثبت بېلانس دوولس سلنه زيات شوی، نو له دې څخه ښکاري چې امريکا د چين پر صادراتو د ګمرکې تعرفې د لوړتيا له لارې د دواړو هېوادونو ترمنځ د تجارت د نابرابرۍ مسئله نه شي حلولی، خو د امريکا د تصديو اود عامو خلکو ګټو ته يې زيانونه رسولي.

د روان کال په لومړۍ نيمايي کې د چين صادراتو او وارداتو ثابت پرمختګ کړی، دا د ډېرو ستونزو په ليرې کولو سره د چين برياليتوب ګڼل کېږي. له دې څخه ښکاري چې د چين ستر بازار، د کارګرو کافي سرچينو او بشپړو صنعتي تجهيزاتو له خپلې بهرنې سوداګرۍ څخه ځواکمن ملاتړ کړی دی. په عين وخت کې چين د نوي پړاو او لوړې سويې د پرانيستې تګلاره غوره کړې او په لويه پيمانه يې د تصديو ماليات او اړوند لګښتونه کم کړي، چې دا ډول تګلارې د بازار او تصديو د باور لوړولو لپاره ډېرې ګټورې دي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای