CRI Online

په ژنيو کې د ۳۷ هېوادونو سفيرانو د م م د بشري حقوقو شورا رئيس او لوړ پوړيو خاصو چارواکو ته يو ګډ پيغام ولېږه او پکې يې د چين په شينجيانګ کې د بشري حقوقو د ساتنې او د افراطي مفکورو د له منځه وړلو په برخو کې د تر لاسه شويو لاسته راوړنو ستاينه وکړه

cri     (GMT+08:00) 2019-07-13 16:07:50

د چين د مرکزي راډيو او ټلويزيون عمومي سټېشن د خبر له مخې، په ژنيو کې د روسيې، پاکستان، سعودي، مصر، کيوبا، الجزاير، عربي متحده امارات، قطر، نايجريا، انګولا، توګو، تاجکستان، فليپين او بلاروس په شمول د ۳۷ هېوادونو دايمي سفيرانو د م م د بشري حقوقو شورا رئيس او لوړ پوړيو خاصو چارواکو ته يو ګډ پيغام ولېږه، چې پکې يې د چين په شينجيانګ کې د بشري حقوقو د ساتنې، د ترهګرۍ پرضد د مبارزې او د افراطي مفکورو د له منځه وړلو په برخو کې د تر لاسه شويو لاسته راوړنو ستاينه کړې ده او د شينجيانګ مسئلې په اړه يې د چين له دريځ څخه ملاتړ څرګند کړی دی.

نوموړو سفيرانو په دغه پيغام کې د خلکو په مرکزيت د چين د پرمختيايي مفکورې او د پرمختګ په رڼا کې بشري حقوقو د ساتنې په برخه کې د تر لاسه شويو سترو لاسته راوړنو او د بشري حقوقو په نړيوالو چارو کې د چين د خدماتو ستاينه کړې ده. هغوی څرګنده کړه چې ترهګري، تندلاري او افراطيت د چين د شينجيانګ د بېلا بېلو قومونو خلکو ته سخت زيانونه رسولي دي او د ژوند، روغتيا او پرمختګ په برخو کې د خلکو حقوقو ته ويجاړېدو سبب ګرځېدلي دي. د مسلکي تخنيک د ښوونې او روزنې د مرکز د جوړولو په شمول د چين په شينجيانګ کې د ترهګرۍ پرضد د مبارزې او د افراطي مفکورو د له منځه وړلو لپاره يو لړ اغيزمن تدبيرونه نيول شوي دي او په دې مناسبت د شينجيانګ د بېلا بېلو قومونو د خلکو اساسي بشري حقونه ښه ساتل شوي دي. په تېرو درېيو کلونو کې په شينجيانګ کې هېڅ ترهګيزه پېښه نه ده رامنځته شوې او په شينجيانګ کې د بېلا بېلو قومونو خلک په نيکمرغۍ او خوشحالۍ سره ښه ژوند کوي.

نوموړو سفيرانو د چين د هغه عمل ستاينه هم وکړه چې څو څو ځله د مختلفو هېوادونو سفيرانو، د نړيوالو سازمانونو چارواکو او خبري رسنيو ته يې له شينجيانګ څخه د ليدنې کتنې بلنې ورکړې. په يادو ليدنو کتنو کې يې پيدا کړې چې د شينجيانګ رښتيني حالات د لوېديځو خبري رسنيو له خبرونو څخه بېل دي، نو هغوی له اړوندو هېوادونو څخه غوښتنه وکړه چې په داسې حال کې چې هيڅکله يې شينجيانګ ته سفر نه دی کړی، پر چين له بې دليله او بېهوده نيوکو څخه دې لاس واخلي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای