CRI Online

ايران يو ځل بيا له بريتانيا څخه وغوښتل چې توقيف شوې اومه تېل وړونکې بېړۍ خوشي کړي

cri     (GMT+08:00) 2019-07-13 16:08:52

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د ايران خبري اژانس د جولای په ۱۲مه نېټه وويل، د ايران د بهرنيو چارو وزارت په همدې ورځ د يوې اعلاميې په خپرولو سره يو ځل بيا له بريتانيا څخه وغوښتل چې ژر تر ژره توقيف شوې د ايران د اومه تېل وړونکې بېړۍ خوشي کړي.

په ياده اعلاميه کې دا ويل شوي، د بريتانيا هغه خبر، چې ياده بېړۍ له بنديزونو څخه سرغړونه کړې ده، غير قانوني او بې اساسه دی. له بريتانيا څخه دا غوښتل شوي چې د امريکا په شان خطرناکه لوبه و نه کړي او بايد د عمومي ګټو له نظره ژر تر ژره بېړۍ خوشي کړي.

بريتانيا د جولای په ۴مه نېټه د جيبراتار په شاوخوا کې يو اومه تېل وړونکې بېړۍ توقيف کړې او ويې ويل چې دغه بېړۍ سوريې ته اومه تېل لېږدول چې پر سوريې د اروپايي ټولنې له بنديزونو څخه سرغړونه ده. په دې بېړۍ کې د ايران اومه تېل شتون لري.

(فرشته)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای