CRI Online

د م م د بشري حقوقو شورا يو ځل بيا ( د ټولو بشري حقوقو د ساتنې په برخه کې د پرمختګ خدمات) تر عنوان لاندې يو پريکړه ليک تصويب کړ چې د چين لخوا وړاندې شوی دی

cri     (GMT+08:00) 2019-07-13 16:11:17

د چين د مرکزي راډيو او ټلويزيون عمومي سټېشن د خبر له مخې، د م م د بشري حقوقو شورا د جولای په ۱۲مه نېټه يو ځل بيا ( د ټولو بشري حقوقو د ساتنې په برخه کې د پرمختګ خدمات) تر عنوان لاندې يو پريکړه ليک تصويب کړ چې د چين لخوا وړاندې شوی دی. په دغه پريکړه ليک کې بيا تائيد شوې چې پرمختګ د ټولو بشري حقوقو د ساتنې په برخه کې ستر خدمات تر سره کړي دي او په ښه ژوند د خلکو د اميدونو او هيلو تر سره کول د مختلفو هېوادونو پر غاړه لومړۍ دنده ده. په دغه پريکړه ليک کې له بېلا بېلو هېوادونو څخه غوښتنه شوې چې د خلکو په مرکزيت پرمختګ ومومي، د خلکو له لارې پرمختګ پياوړې کړي او د پرمختګ په رڼا کې خلکو ته ګټې ورشوې. په دغه پريکړه ليک کې ليکل شوي چې بېلا بېل هېوادونه دې د پر له پسې پرمختګ د پياوړتيا، د پرمختګ د چټکتيا او د بې وزلۍ د له منځه وړلو په برخو کې لا نژدې همکارۍ وکړي.

په ژنيو کې د چين د دايمي پلاوي لنډ مهالي سارژدافير په همدې ورځ په دغه شورا کې وويل، چې پرمختګ د بشري ټولنې دايمي مطلب دی، د ټولو مسئلو د حلولو لپاره کليدي اهميت لري او د پرمختيايي هېوادونو غوښتنه او اميد دی. پرمختګ د ټولو بشري حقونو د ساتنې او پرمختګ لپاره ښه زمينه برابروي.

په ژنيو کې د کيوبا، مصر، هند او جنوبي افريقا دايمي استازو په خپلو ويناوو کې هم د چين د هغه عمل ستاينې وکړې چې يو ځل بيا د ياد پريکړه ليک مسوده وړاندې کوي او په دغه شورا کې د پرمختګ پر مسئلو د بحثونو لاښوونه کوي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای