CRI Online

د بريتانيا پوليس: په رسمي ډول په امريکا کې د بريتانيا سفير د محرمو اسنادو د افشا کولو په اړه پلټنه پيل کړي

cri     (GMT+08:00) 2019-07-13 16:19:39

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د بريتانيا پوليس د جولای په ۱۲مه نېټه وويل، چې په رسمي ډول به د امريکا حکومت په باب په دې هېواد کې د بريتانيا سفير کيم داروچ د محرمو اسنادو د افشا کولو په اړه پلټنه پيل کړي.

د بريتانيا پوليسو په همدې ورځ د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، د يادې پېښې له امله د بريتانيا بهرنۍ اړيکې زيانمنې شوې دي او بايد هغه کس ته قانوني سزا ورکړي چې محرمو اسناد يې فاش کړي دي.

د بريتانيا يو شمېر رسنيو د روانې مياشتې په ۷مه نېټه د دې هېواد حکومت ته د داروچ يادښت او تلګراف خپاره کړل چې پکې داروچ ويلي چې د امريکا حکومت په ښه توګه روان نه دی، پيشګويي نه شي کېدای او توان يې ښه نه دی. تر دې وروسته د امريکا ولسمشر ډونالډ ترمپ وويل چې په راتلونکې کې به له داروچ سره همکاري او اړيکې و نه لري.

داروچ په ۱۰مه نېټه د بريتانيا د بهرنيو چارو وزارت ته پيغام ولېږه او له خپلې دندې لېرې شو.

(فرشته)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای