CRI Online

چين به د خپل هېواد د ګټو د ساتلو په هکله پر هغو امريکايي تصديو باندې بنديزونه ولګوي چې پر تايوان وسلې پلوري

cri     (GMT+08:00) 2019-07-13 21:22:45

امريکا په تېرو څو ورځو کې پريکړه کړې ده چې پر تايوان د ۲.۲۲ مليارډو امريکايي ډالرو په ارزښت وسلې او تجهيزات وپلوري. د چين د بهرنيو چارو وزارت د جولای په ۱۲مه نېټه اعلان وکړ چې چين به د خپل هېواد د ګټو د ساتلو په هکله پر اړوندو امريکايي تصديو باندې بنديزونه ولګوي. دا د يو حاکميت لرونکي هېواد په توګه د خپل هېواد د مرکزي ګټو د ساتلو لپاره لازم او اغيزمن تدبير دی.

ټولو ته معلومه ده چې تايوان د چين يوه نه جلاکېدونکې برخه ده، نو پر تايوان د امريکا لخوا د وسلو پلورل نه يوازې له نړيوالو قوانينو او د نړيوالو اړيکو له اصولو څخه سرغړونه ده، بلکې د يو او واحد چين پيژندنې له اصل او د چين او امريکا ترمنځ د دريو ګډو اعلاميو څخه مخالف هم دی. پر تايوان د امريکايي تصديو لخوا د وسلو د پلورلو موخه سوداګري نه ده او دغه کړنه د چين حاکميت او امنيت لپاره زيانمنه ده. نو د چين لخوا پر دغو تصديو باندې بنديز لګول معقوله او قانوني عمل دی. د چين حکومت او تصدۍ به هڅکله له هغو تصديو او شرکتونو سره همکاري ونه کړي کوم چې د چين ګټو ته زيانونه رسوي.(غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای