CRI Online

تبصره: د اسيا د اساسي تاًسيساتو د پانګونو بانک د غړو شمېر سلو ته ورسېد

cri     (GMT+08:00) 2019-07-14 16:01:15

د اسيا د اساسي تاسيساتو د پانګونو بانک د جولای په ۱۳مه نېټه اعلان وکړ چې د بنين، جيبوتي او روندا په شمول درې افريقايي هېوادونه په لوکزامبورګ کې د دغه بانک د شورا په ۴مه کلنۍ غونډه کې د دغه بانک د رسمي غړو په توګه ومنل شول او په دې ترتيب د دغه بانک د غړو شمېر سلو ته ورسېد. د نړيوال اقتصاد د نارارامتيا په حال کې د دغه بانک د غړو له زياتوالي څخه څرګندېږي چې د اساسي تاسيساتو د ابادۍ په برخه کې د دغه بانک کارونه، د نړيوال اقتصاد د اداري سيستم د بشپړتيا په برخه کې د دغه بانک خدمات او د څواړخيزم، ورخلاصون او جامعيت په اړه د دغه بانک مفکوره د نړيوالې ټولنې لخوا منل شوې ده. همدارنګه، د چين نفوذ او اعتماد هم د نړيوالې ټولنې لخوا منل شوی دی.

دغه بانک چې مقر يې په بېجينګ کې دی، د اساسي تاًسيساتو د پانګونو په اړه نوی څواړخيز انکشافي بانک دی. د دغه بانک له جوړېدو وروسته په کابو درېيو کلونو کې يې د اساسي تاًسيساتو د ابادۍ او بشپړتيا له لارې د اسيا او حتی د نړۍ د اقتصادي پرمختګ لپاره لا زيات فرصتونه برابر کړي دي او ګڼ شمېر برياليتوبونه يې تر لاسه کړي دي. له يوې خوا، دغه بانک د پيسو د راغونډولو په برخه کې د زياتو پرمختيايي هېوادونو اړتياوې پوره کوي او د ځايي اقتصاد د پرمختګ لپاره ښه زمينه برابروي. تر اوسه پورې دغه بانک په ۱۸ هېوادونو کې د ترافيک، انرژۍ، مخابراتو او ښاري پرمختګ په برخو کې د ۸.۵ مليارډو امريکايې ډالرو په ارزښت پيسې برابرې کړې دي چې زياتره پروژې يې په اسيا کې دي. له بلې خوا، دغه بانک د پانګه اچولو په برخه کې د پرمختلليو هېوادونو په شمول د زياتو هېوادونو اړتياوې پوره کوي. پرمختللي هېوادونه د دغه بانک له لارې د اسيا او افريقا په اساسي تاًسيساتو باندې پانګونه کولای شي او د اسيايي او افريقايي هېوادونو پرمختګ فرصتونه سره شريکولای شي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای