CRI Online

ډونالډ ټرمپ: له نورو هېوادونو څخه به د يورانيومو واردات محدود نه شي

cri     (GMT+08:00) 2019-07-14 16:02:38

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جولای په ۱۲مه نېټه څرګنده کړه چې هغه له نورو هېوادونو څخه د يورانيومو د وارداتو په مقابل کې د امريکا د سوداګرۍ وزارت د ۲۳۲ پلټنې هغه نتيجه نه مني چې د يورانيومو واردات د امريکا ملي امنيت ته ګواښ لري. نو هغه پريکړه کړې ده چې د يورانيومو واردات محدود نه کړي.

د امريکا د انرژۍ استخباراتي ادارې د شمېرنې له مخې، د امريکا زياتره يورانيوم له کاناډا، استراليا، روسيې او قزاقستان څخه واردېږي. اوسمهال د سوداګرۍ په برخه کې د امريکا د څه باندې ٪۹۰ يورانيوم له نورو هېوادونو څخه واردېږي، خو لس کاله مخکې دغه انډول ٪۸۵.۵ و. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای