د چين د مرکزي راډيو او ټلويزيون عمومي سټېشن د خبر له مخې، د پاکستان د پلان، پرمختګ او اصلاحاتو وزير خسرو بختيار د جولای په ۱۳مه نېټه په اسلام اباد کې په يوه خبري ناسته کې وويل، د چين او پاکستان ترمنځ د اقتصادي دهليز ابادي د پاکستان د اقتصاد د پرمختګ لپاره کليدي اهميت لري. دغه وزارت به د دغه دهليز د چارو اداره جوړه کړي، څو د دغه دهليز پلان د پلي کولو په بهير کې د دغه هېواد د مختلفو څانګو ترمنځ منځګړيتوب وکړي.
نوموړي پر دې ټينګار وکړ چې د پاکستان حکومت د دغه دهليز په چوکاټ کې له ټولو تړونونو او پروژو څخه ملاتړ کوي او دغه پلان ته لومړيتوب ورکوي. اوسمهال د پاکستان حکومت د ګوادر ښار د پرمختګ د پلان په جوړولو بوخت دی او د پلان له مخې به دغه ښار په نړيواله کچه د يو ځيرک بندري ښار په توګه اباد شي. همدارنګه ګوادر بندر به د دغې سيمې عمده سوداګريز بندر وګرځي. (غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |