CRI Online

په اليپو کې د څو توغنديو د لګېدو له امله ۶ تنه ووژل شول

cri     (GMT+08:00) 2019-07-15 09:39:12

د سوريې خبري رسنيو خبر ورکړی، چې د جولای په ۱۴مه نېټه، د دې هېواد په اليپو کې د څو توغنديو د لګېدو له امله ۶ عام وګړي ووژل شول او ۹ تنه نور ټپيان وو.

د سوريې خبري اژانس د خبر له مخې، د حکومت ضد وسله والو د روانې مياشتې په ۱۴مه نېټه د اليپو ولايت په لوېديځ کې پر څو هستوګنځيو توغندي وويشتل چې له امله يې ۶ تنه ووژل او د يو ماشوم په ګډون ۹ تنه يې ټپيان کړل. ټپيان ځايي روغتون ته لېږدول شوي دي.

د ياد خبري اژانس په قول، د دې ولايت په لوېديځ کې حکومت ضد وسله وال د بهرنيو هېوادونو په ملاتړ په دې وروستيو څو مياشتو کې څو څو ځله پر اليپو ښار او د دې ښار پر شاوخوا سيمو بريدونه کړي چې له امله يې لسګونه تنه وژل شوي يا ټپيان شوي دي. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای