CRI Online

روسيې په بار وړونکو الوتکو کې تر کيې ته د S-400 هوايي دفاعي سيستم ولېږداوه

cri     (GMT+08:00) 2019-07-15 10:16:53

د روسيې دفاع وزارت د جولای په ۱۴مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، چې روسيې په بار وړونکو الوتکو کې ترکيې ته S-400 هوايي دفاعي سيستم ولېږداوه.

په دې اعلاميه کې ويل شوي چې ياد سيستم په سختې الکترونيکي مبارزې کې د څو ډولونو عصري هوايي وسلو د زيانولو توان لري. د روسيې او ترکيې د ولسمشرانو لخوا له لاسليک شوي موافقه ليک سره سم، روسيه اوس ترکيې ته د دې سيستم په لېږدولو بوخته ده.

د روسيې خبري رسنيو خبر ورکړ چې روسيې د روانې مياشتې له ۱۲مې نېټې څخه په مسلسلو درېيو ورځو کې په ۷ بار وړونکو الوتکو کې ترکيې ته د دې سيستم سامان الات ولېږدول. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای