CRI Online

د سږ کال په لومړۍ نيمايي کې د چين د کورنيو توليداتو عمومي ارزښت د پروسږ کال د همدې مودې په نسبت ۶.۳ سلنه زيات شوی

cri     (GMT+08:00) 2019-07-15 10:52:06

د چين د شمېرنې دولتي ادارې د جولای په ۱۵مه نېټه تازه شمېرنه خپره شوه چې له مخې يې د سږ کال په لومړۍ نيمايي کې د چين د کورنيو توليداتو عمومي ارزښت ۴۵۰۹۳ مليارډه او ۳۰۰ مليونه ژن مين بي يوانه ښودل شوی، چې د پروسږ کال د همدې مودې په پرتله ۶.۳ سلنه زياتوالی ښيي. د سږ کال په لومړۍ ربعې کې دغه ارزښت د پروسږ کال د همدې مودې په پرتله ۶.۴ سلنه او په دوهمې ربعې کې دغه ارزښت ۶.۲ سلنه زيات شوی دی. دچين اقتصاد د سږ کال په لومړۍ نيمايي کې په عمده توګه په سالم ډول وده او پرمختګ کړی دی. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای