CRI Online

په قطر کې د سمندري پوځ تر ټولو لويه اډه ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه

cri     (GMT+08:00) 2019-07-15 15:34:44

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د قطر د کورنيو چارو وزارت د جولای په ۱۴مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل چې د دغه هېواد د سمندري پوځ تر ټولو لويه علاالدين اډه په همدې ورځ په رسمي توګه ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.

په ياده اعلاميه کې ويل شوي چې ياده اډه د قطر د ختيځ ساحل په منځ کې پراته ده او له پلازمينې دوحې څخه شاوخوا ۳۰ کيلو متره واټن لري.د دې اډې پراخوالی ۶۳۹ زره او ۸۰۰ متره مربع دی چې په کې د کشف الوتکې، د برېښنايی پېژندنې سيسټمونه، سايټبوټونه او نور تخنيکي سيسټمونه شامل دي او ۶ متره ژور نظامي بندر لري. دغه اډه به د اوبو د خونديتوب ، د غيرقانوني کډوالو د مخنيوي، د قاچاق او سمندري جرمونو سره د مبارزې، بيړنۍ ژغورنې او د سمندري صنعتي تاسيساتو د ساتلو، په ځانګړې توګه د تېلو او طبيعي ګازو د امنيت ساتلو دندې پر غاړه ولري.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای